لغمان کې له لیکوالانو او قلموالو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له لیکوالانو او قلموالو مبارزینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په ټولنه کې د لیکوالانو او قلموالو په مسؤلیت او رسالت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان په ټولنه کې مهم رول لري، پکار ده، چې د هېواد او اسلامي نظام په ګټه د ټولنې د خیر او ښېګڼې په موخه خپل قلمونه وڅرخوي، نوموړي له ټولو لیکوالانو او قلموالو مبارزینو څخه وغوښتل، چې له دې ډول ناستو څخه پوره ګټه واخلي.
د ناستې په لړ کې د ویناوالو له لوري هم د لیکوالۍ د ارزښت او اصولو په اړه خبرې وشوې.
۱۴۴۷/۶/۵ هـ ق
