لغمان کې (د ولس او حکومت ګډ مسؤليتونه) په نامه غونډه جوړه شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۰:۵۳
..

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ناوړه دودونو او بې ځايه مصارفو د مخنيوي په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه (د ولس او حکومت ګډ مسؤليتونه) په نامه ولسي غونډه جوړه شوه.
په ياده غونډه کې د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي، د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو، ځوانانو او سلګونه ولسي خلکو ګډون کړی وو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د ناسمو دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی، هر اړخیزه وینا وکړه او زياته يې کړه؛ چې یاد فرمان به لومړی په ځان او بیا د ټولنې په نورو وګړو پلي کوي، همداراز یې د ناسمو دودونو په زيانونو خبرې وکړې او خلک يې د دغه فرمان پلي کولو ته وهڅول.
د لغمان والي ښاغلي حقاني وویل: د یاد فرمان پلي کېدو کې د ولسونو خیر دی، د ولسونو اقتصادي حالت د ناسمو دودونو او بې ځایه مصارفو له امله خراب شوی او د دې فرمان پلې کېدو سره به تر ډېره بریده دغه ستونزه حل شي.
همدا راز د غونډې ګډون کوونکو دیاد فرمان صادرول د ټول ملت لپاره ګټور وباله، او ويې ویل: د فرمان عملي کولو په موخه به کور په کور د عامه پوهاوي پیغامونه رسوي او ټولنه کې به د ناسمو رواجونو له منځه وړلو لپاره پوره هڅې کوي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS