لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فکري روزنې سیالي جوړه شوه

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۳:۵۸
لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فکري روزنې سیالي جوړه شوه  تېره ورځ (۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق) لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د فکري روزنې تر سرلیک لاندې د امام اعظم (ابو حنیفه رحمه الله په ننګه) کتاب کې چې د امام صاحب پر سیرت او صورت لیکل شوی و، د سلو کسانو تر منځ سیالي تر سره شوه. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په دې اړه وویل: ددې سیالۍ موخه په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو فکري روزنه او له مطالعې سره اشنایي ده، ترڅو له دیني او دنیاوي اړخه په مختلفو

 

تېره ورځ (۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق) لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د فکري روزنې تر سرلیک لاندې د امام اعظم (ابو حنیفه رحمه الله په ننګه) کتاب کې چې د امام صاحب پر سیرت او صورت لیکل شوی و، د سلو کسانو تر منځ سیالي تر سره شوه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په دې اړه وویل: ددې سیالۍ موخه په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو فکري روزنه او له مطالعې سره اشنایي ده، ترڅو له دیني او دنیاوي اړخه په مختلفو برخو کې بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
د هغه په خبره، داځل مو د (امام ابو حنیفه په ننګه) کتاب سیالۍ ته غوره کړی و؛ ترڅو ځوانان د امام صاحب له سیرت، صورت او د هغه له مذهب څخه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه د سیالۍ پروسه شفافه ده، هرچا چې زیاته مطالعه کړې وي، زیاتې نمرې به واخلي، په همدې ترتیب د لومړي مقام لروونکي لپاره لپټاپ کمپیوټر، دوهم ته بایسکیل او درېیم مقام ګټوونکي ته درسي کتابونه ورکول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS