لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فکري روزنې سیالي جوړه شوه

تېره ورځ (۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق) لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د فکري روزنې تر سرلیک لاندې د امام اعظم (ابو حنیفه رحمه الله په ننګه) کتاب کې چې د امام صاحب پر سیرت او صورت لیکل شوی و، د سلو کسانو تر منځ سیالي تر سره شوه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په دې اړه وویل: ددې سیالۍ موخه په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو فکري روزنه او له مطالعې سره اشنایي ده، ترڅو له دیني او دنیاوي اړخه په مختلفو برخو کې بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
د هغه په خبره، داځل مو د (امام ابو حنیفه په ننګه) کتاب سیالۍ ته غوره کړی و؛ ترڅو ځوانان د امام صاحب له سیرت، صورت او د هغه له مذهب څخه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه د سیالۍ پروسه شفافه ده، هرچا چې زیاته مطالعه کړې وي، زیاتې نمرې به واخلي، په همدې ترتیب د لومړي مقام لروونکي لپاره لپټاپ کمپیوټر، دوهم ته بایسکیل او درېیم مقام ګټوونکي ته درسي کتابونه ورکول کیږي.