قلموالو ځوانانو ته د اسلامي امارت د پالیسۍ په اړه سمینار وړاندې شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۲:۱۹
...

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت قلموالو ځوانانو ته د اسلامي امارت په پالیسۍ باندې د پوهاوي په موخه سمینار جوړ کړ، چې پرمهال یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد، د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طیب صابر، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس خلیفه محمد ابراهیم جاوید، د علماوو شورا استازي مولوي عبدالله، د ولایت مقام ویاند مولوي صدیق الله وثیق، لسګونه قلموالو ځوانانو او د رسنیو استازو برخه لرله.
یاد سمینار چې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و، پکښې د مسؤلینو له لوري ځوانانو ته د اسلامي امارت د رسنیزې پالیسۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او قلموال ځوانان په ټولنه کې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل شول، مسؤلینو له ځوانانو وغوښتل چې د رسنیز علم په لرلو سره باید ټول قلموال د ټولنې د اصلاح، عامه پوهاوي او پرمختګ لپاره کار وکړي.
قلموالو ځوانانو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: دوی د ټولنې د اړتیا په درک کولو سره متوجه دي او د خپلو قلمونو په وسیله غواړي دین، وطن او خلکو ته خدمت وکړي.

۱۴۴۶/۵/۱۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۹ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

جغتو ولسوالۍ کې پخوانۍ ډبرينې کتيبې موندل شوي دي

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي د جغتو ولسوالۍ اړوند د کمال باباخیلو سپیرګین کلي کې له هغو ډبرینو کتیبو څخه لیدنه وکړه، چې د دې ځای یوتن اوسیدونکي له لوري پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له یو شمېر لوحو څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمېسيون د څارنې په لړ کې دا ځل د کابل ښار شپږمې ناحیې (علاؤالدین څلور لارې) اړوند لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۳
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

BACK TO NEWS