جغتو ولسوالۍ کې پخوانۍ ډبرينې کتيبې موندل شوي دي

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي د جغتو ولسوالۍ اړوند د کمال باباخیلو سپیرګین کلي کې له هغو ډبرینو کتیبو څخه لیدنه وکړه، چې د دې ځای یوتن اوسیدونکي له لوري پر ځمکو د کار کولو پرمهال موندل شوې وې.
د سیمې اوسېدونکو وویل: په دې ساحه کې تر دې وړاندې ګنبد لرونکې مقبره موجوده وه، چې د وخت په تیریدو یاده ګنبد نړیدلې او هیڅ ظاهري اثر یې نشته، اوس د سیمې د یو تن اوسیدونکي له لوري پر دغه ځای د کار کولو پرمهال یادې کتیبې او د انسان د جسد هډوکي وموندل شول.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: په ډبرو لیکل شویو کلیمو، ایت الکرسي او لیکل شوې هجري قمري نېټې او د انساني اعضاؤ هډوکو څخه ښکاري، چې سلګونه کاله پخوا دلته یوه مقبره موجوده وه، ځکه دا ډول ډبرینې کتیبې عموماً په مقبرو لیکل کیږي.
نوموړي زیاته کړه؛ په یاده سیمه کې اوسمهال د کارکولو اجازه نشته او د تخنیکي هیئت تر څیړنو وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو په وينا؛ د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره په دې ولایت کې لسګونه تاریخي آبدې ثبت او راجستر شوي دي او د نورو تاریخي آبدو د ثبت په موخه یې له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هـ ق