فراه کې د کمپيوټر وړيا کورس له ۲۷ زده کوونکو ازموينه واخيستل شوه

فراه ولايت کې د اطلاعاتو او کتلور رياست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د کمپيوټر د وړيا کورس له (۲۷) زده کوونکو څخه د کمپيوټر زده کړې ازموينه واخيستل شوه.
د يادې ازموينې پر مهال د دغه کورس ښوونکي نذير احمد حيدري وويل: د کمپيوټر زده کړې وړيا کورس د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري شپږ مياشتې وړاندې پيل شوی و، چې نن يې د پای ازموينه واخيستل شوه، یاد کورس کې ۲۷ تنو زده کوونکو ګډون درلودل.
نوموړي زياته کړه؛ د ازموينې پايلې به د ولايت مقام، اطلاعاتو او کلتور او مخابراتو رياستونو د ګډ پلاوي له لوري تر ارزونې وروسته اعلان شي.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې د عربي، انګليسي، کمپيوټر او خطاطي وړيا کورسونه دوام لري او مينوال کولای شي پرته د فيس له ورکولو څخه پکې ګډون وکړي.
۱۴۴۶/۲/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل