فراه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه 

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۲۵
..

د فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو آمر، په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل، د يادې کمېټې ولايتي مسؤل، د رسنيو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو.
په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل د دغې ناستې موخه د امارتي ادارو او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالی څېړل او د رسنیزو چارو په وړاندې د شته ستونزو حل وبلله، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلينو څخه وغوښتل، چې اطلاعاتو ته لاس رسي په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.
د ناستې په لړ کې د فراه د اطلاعاتو آمر د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته یې کړه؛ چې د شته ستونزو د حل په موخه به له امارتي ادارو سره همغږي ترسره او د خبریالانو ټولو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS