د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون کړی دی.
په دې فورم کې د ۴۳ خبري اژانسونو استازو ته بلنه ورکړل شوې او د رسنیو د راتلونکي، د خبري اژانسونو ترمنځ د همکارۍ، د کره معلوماتو د خپرولو او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کېږي.
د فورم په پرانیستونکې وینا کې د OANA رئیس او د روسیې د ټاس خبري اژانس عمومي رئیس اندري کونډراشوف د ژورنالیزم په ډګر کې پر حقیقت او باور ټینګار کړی. 
نوموړي ویلي، چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل باور زیانمنوي او د اختلاف او شخړو لامل کېدای شي.
د غونډې په څنډه کې د OANA او د حقایقو د ارزونې نړیوالې شبکې (GFCN) ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک هم لاسلیک شوی.
 د هوکړې له مخې به دواړه بنسټونه د معلوماتو د کره‌ والي ارزونې، د نوې ټکنالوژۍ کارونې او د باوري معلوماتو د خپرولو په برخو کې همکاري کوي.
د فورم په ترڅ کې د عکسونو نندارتون هم پرانیستل شوی دی. 
د خبر له مخې، په دغه نندارتون کې د اوانا او د ټاس خبري اژانس مشر انډري کونډراشوف د افغانستان یو عکس غوره عکس یاد کړی دی.
د فورم په نورو بحثونو کې د جعلي خبرونو پر وړاندې د مبارزې، په رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د مسلکي اخلاقو او د خبرونو د کیفیت لوړولو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
اوانا په ۱۹۶۱ کال کې د یونسکو په نوښت جوړ شوی او موخه یې د اسیا او ارام سمندر د سیمې د خبري اژانسونو ترمنځ د خبرونو تبادله او همکاري ده.

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون. . .

BACK TO NEWS