فاریاب کې له ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۲:۵۵
vbhj

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونيز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوانان د انګلیسي ژبې، خطاطۍ، مقاله لیکلو او وینا فن له برخو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس ‌الدین محمدي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې لپاره هڅه کړې او دا ډول برنامې به د راتلونکي نسل د روزنې لپاره دوام ولري.
د ځوانانو چارو آمر د ځوانانو د ظرفیت لوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان د ټولنې اصلي پانګه ده او د دوی لپاره د زده‌ کړو زمینې برابرول د هېواد په پرمختګ کې اساسي رول لري.
همدا راز نورو ویناوالو د موضوع په اړه خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو ستاینه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري فارغینو ته د فراغت سندونه هم وویشل شول.

۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS