سپیرې ولسوالۍ کې له رضا کاره ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د سپیرې ولسوالۍ له رضا کاره ځوانانو سره د همغږۍ په ناسته کې وویل: د رضاکاره ځوانانو شورا کولای شي په دې ولسوالۍ کې د ناوړه دودونو مخه ونيسي او ټولنه کې د امیرالمومنین حفظه الله فرامین په ښه توګه پلي کړي.
مسؤلینو زیاته کړه، د ولايت مقام سره په ګډه همغږۍ غواړي چې په ټولو ولسواليو کې د ځوانانو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ځوانانو شوراګانې جوړې کړي.
د سپيرې ولسوالۍ د رضاکاره ځوانانو شورا غړو خپلې ستونزې او واړندیزونه له مسؤلینو سره شريکې کړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ځوانانو فکري روزنې، علم ته د هڅونې او د ناوړو دودونو د مخنيوي په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
۱۴۴۷/۷/۱۶هـ ق
