سنګین کې د مطالعې د ارزښت بیانولو په موخه ګڼ شمېر ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
..

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ د یادې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر ځوانانو او زده‌کوونکو ته د کتاب لوستلو او مطالعې د ارزښت بیانولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
پيل کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي مولوي حبیب‌الرحمن محب‌الرسول ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د انسان د پوهې د زیاتوالي او فکري ودې لپاره مهمه ده او هغه څوک چې له مطالعې سره مینه لري، د پوهې او فکري وړتیا له پلوه له هغو کسانو سره څرګند توپیر لري چې مطالعه نه کوي.
د سیمینار پر مهال د ځوانانو چارو آمر مولوي سلطان محمد حنیف وویل: هغه زده‌کوونکي او ځوانان چې په منظمه توګه مطالعه کوي، د پوهې او فکري وړتیا له پلوه پرمختګ کوي او په ورځني ژوند کې یې د مثبت بدلون زمینه برابرېږي. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د سنګین ولسوالۍ عامه کتابتون ته مراجعه وکړي او بېلابېل ګټور کتابونه مطالعه کړي، ترڅو د وخت په تېرېدو سره یې د پوهې کچه لا لوړه او غني شي.
ورته مهال د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر وویل: د مطالعې د ارزښت په اړه د دغه ډول سیمینارونو جوړول د ځوانانو د فکري ودې او د پوهې کچې لوړولو لپاره اغېزمن دي، نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل وزګار وخت په بې‌ځایه کارونو ضایع نه کړي او د مطالعې او زده‌کړو لپاره ترې ګټه واخلي.

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ.ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

سنګین کې د مطالعې د ارزښت بیانولو په موخه ګڼ شمېر ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ د یادې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر ځوانانو او زده‌کوونکو ته د کتاب لوستلو او. . .

BACK TO NEWS