سنګین کې د مطالعې د ارزښت بیانولو په موخه ګڼ شمېر ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ د یادې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر ځوانانو او زدهکوونکو ته د کتاب لوستلو او مطالعې د ارزښت بیانولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
پيل کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي مولوي حبیبالرحمن محبالرسول ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د انسان د پوهې د زیاتوالي او فکري ودې لپاره مهمه ده او هغه څوک چې له مطالعې سره مینه لري، د پوهې او فکري وړتیا له پلوه له هغو کسانو سره څرګند توپیر لري چې مطالعه نه کوي.
د سیمینار پر مهال د ځوانانو چارو آمر مولوي سلطان محمد حنیف وویل: هغه زدهکوونکي او ځوانان چې په منظمه توګه مطالعه کوي، د پوهې او فکري وړتیا له پلوه پرمختګ کوي او په ورځني ژوند کې یې د مثبت بدلون زمینه برابرېږي. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د سنګین ولسوالۍ عامه کتابتون ته مراجعه وکړي او بېلابېل ګټور کتابونه مطالعه کړي، ترڅو د وخت په تېرېدو سره یې د پوهې کچه لا لوړه او غني شي.
ورته مهال د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر وویل: د مطالعې د ارزښت په اړه د دغه ډول سیمینارونو جوړول د ځوانانو د فکري ودې او د پوهې کچې لوړولو لپاره اغېزمن دي، نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل وزګار وخت په بېځایه کارونو ضایع نه کړي او د مطالعې او زدهکړو لپاره ترې ګټه واخلي.
۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ.ق
