سمنګان کې د فريلانسېنګ پروګرام څخه ۱۰۰ تنه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۲۶
..

سمنګان ولايت کې د فريلانسېنګ پروګرام څخه د ۱۰۰ تنو د فراغت او ۲۵۰ تنو د جذب په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد، د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د اکټېډ مؤسسې مسؤلينو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیروزالدین منیب وویل: د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت د ځوانانو بیکارۍ سره د مبارزې په موخه د انلاین زده کړو او کار زمینه برابره کړې ده، د ځوان نسل پیاوړتیا، ملاتړ او بیکارۍ سره د مبارزې په موخه ۱۰۰ تنه ځوانان د فريلانسېنګ تخصصي پروګرام څخه فارغ او په ورته وخت کې په دغه پروګرام کې ۲۵۰ تنه نور ځوانان د زده کړو په موخه جذب شول.
د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د دیني او عصري علومو ترلاسه کولو ته په اشارې وویل: ځوانان باید د عصري علومو ترلاسه کولو ترڅنګ دیني علومو ته هم پاملرنه وکړي، ښاغلي راشد ژمنه وکړه، چې د یاد مرکز له لوري به د آنلاین سوداګرۍ ملاتړ او پیل کولو په موخه یوه اندازه بوديجه ځانګړې شي.
د اکتید دفتر استازي محمد عالم نوابي وویل: اوس مهال په ایبک، خلم، خرم او سارباغ، حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د ځوانانو استعدادونو پیاوړتیا پنځه مرکزونه فعال او موجود دي.
په دې مرکزونو کې تخصصي مضمونونه (فريلانسېنګ، انګلیسي ژبه، ویب دیزاین، آفیس پروګرامونه او ګرافیک ډیزاین) تدریس کیږي.
د یادونې وړه ده، چې د غونډې په وروستیو کې فارغ شویو ځوانانو ته تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.

۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS