سلګونه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۰
....

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او یو خصوصي ښوونیز مرکز په ګډو همکاریو د ځوانانو چارو آمریت اړوند ښوونیز مرکز کې شاو خوا ۱۰۰۰ تنه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د یاد خصوصي ښوونیز مرکز له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: ځوانان د هېواد راتلونکي رهبران دي او هر هغه څوک چې د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې هڅې کوي، هم ثواب ترلاسه کوي او هم د هېواد په وړاندې خپل واقعي مسؤولیت ترسره کوي.

دغه راز د یاد خصوصي ښوونیز مرکز استازي وویل: د استادانو او زده کوونکو د هڅونې په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره به همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز د ژمني پروګرام په لړ کې به شاوخوا ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو ته د انګلیسي، کمپیوټر، خطاطۍ، ویناوالۍ، املا او انشا په برخو کې زده کړې ورکړل شي.

۱۴۴۷/۷/۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS