سانچارکي : ژباړه په سترو بشري بدلونونوکې مهمه اغېزه لري .

moic_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۲۳:۴۴
سانچارکی: ترجمه تاثیر مهم در دگرگونی های ژرف بشری دارد

دژباړې غورځنګ تل  دسترو علمي ، سياسي او فرهنګي بدلونونو په وړاندې  شتون لري .
دغه ټکى  سيد اقا حسين فاضل سانچارکي نن  په کابل کې دژباړې  دورځې  دنمانځنې په غونډه کې  بيان کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارومعين سيد اقا حسين فاضل سانچارکي  په دې غونډه کې  چې  دافغانستان لپاره دکاناډا دښځو  دبنسټونو ،  دافغانستان دميديو تيک او دسعيد دخپرونو له لوري جوړه شوې وه  په بشري ټولنو کې  دژباړې دغورځنګ او دهغه  دارزښت په اړوند  اوږدې خبرې وکړې  او ويې ويل چې دژباړې غورځنګ  د سترو بشري بدلونونو په وړاندې  شتون لري  که چيرې  تاريخ ته نظر واچوو  وينو چې مسلمانانو په دويمه پيړى کې لرغوني  يونان ، ايران  او هندڅخه  ديوشمېر علمي آثارو په ژباړنې  لاس پورې کړ او وروسته  لويديځې ټولنې دمسلمانانو  دعلمي آثارو په ژباړنې  لاس پورې کړ چې درنسانس ددورې او په لويديځ کې  د ستر علمي اوفرهنګي بدلون سبب شو .
  سانچارکي وويل: په همدې ترتيب ژباړه په سترو بشري بدلونونوکې مهمه اغېزه لري ، لکه څنګه چې په اتلسمه او نولسمه پيړى کې دمصر ستر بدلون دبهرنيو آثارو دژباړنې په پايله کې  رامنځته شو .
سانچارکي  دژباړنې  دخوند په اړوند وويل چې ژباړونکي  نه يواځې  کلمې اړوي بلکې له هنر اوښکلا څخه  په ګټې اخستنې سره ، يو اثر رامنځته کوي .
لکه څنګه چې که چيرې دبالزاک ، تولستوي او ماکسيم ګورکي ژباړل شوي آثار ولولو فکر کوو  چې نوښتونه شوي دي .
  سانچارکي وويل  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دژباړنې فن دتخصصي کېدو په خاطر  يولړ اقدامات  ترلاس لاندې نېولي دي  چې له يوې خوا دهغو ځوانانو لپاره  چې په دې برخه کې کار کوي  لاره  اواره کړي او له بله پلوه  وکولاى شي دغير تخصصي  کارونو مخه ونيسي .
په دې غونډه کې چې ګڼ شمير استادانواوفرهنګيانو شتون درلود دجمهور رييس دوياند مرستيال  دراني وزيري ، دافغانستان لپاره  دکاناډا دښځو دموسسې رييسې  لطيفې  مجيدي ، دافغانستان دميديوتيک بنسټ رييس حميد  ځاځي  او دجمهوري رياست  دانتخاباتو نوماند  فرامرزتمنا هم په وار سره  دموضوع په اړوند خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې  دژباړنې  کار ته  ددرناوي په خاطر دې  يوه ورځ  په دې نامه  ونوموي  او په کليزه کې دې  درج کړي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS