زابل کې له خصوصي راډيوګانو څخه نظارت تر سره شو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۴۰
شسی

  زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي رحمت الله حماد او د اطلاعاتو آمر مولوي حکمت الله محسن  له لوري د شيخ متي، ښکلا، تعليم الاسلام او پيغام خصوصي راډيوګانو د فعالیتونو او نشراتو څخه نظارت تر سره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد د نظارت پر مهال د رسنیو له مسؤلینو سره د نشراتو لا پياوړي کيدو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چي په خپلو خپرونو کې اسلامي موضوعاتو ته لا زيات ځاى ورکړي، خپلو نشراتو کي داسې خپرونې ځای پر ځای کړي، چي د ټولنې د اصلاح سبب وګرځي. 
نوموړي همدا راز د رسنیو له مسؤلینو وغوښتل، چې ټول نشرات او راډیويي خپرونې باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم پر مخ یووړل شي. 
د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په هره برخه کې د پوره همږغۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې له اصولو سره سم به خپل نشرات مخته وړي.

۱۴۴۶/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۸ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS