د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان آیسسکو له خوا د اسلامي خطي نسخو په اړه جوړې شوې علمي ناستې کې آنلاین ګډون وکړ.
دغه ناسته د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان آیسسکو د خطاطۍ او خطي نسخو مرکز له لوري (په نړۍ کې اسلامي نسخې) تر سرلیک لاندې د مالي هېواد د خطي نسخو په اړه جوړه شوې وه، چې موخه یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي نسخو حالت سروې کول، په هر هېواد کې د اسلامي خطي نسخو شتون په اړه دقیق معلومات ترلاسه کول او د مالي هېواد د خطي نسخو د ساتنې په اړه بحث کول وو.
په ناسته کې د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان آیسسکو عمومي رییس وویل: مالي هېواد د خپلو سلګونو زرو خطي نسخو سره، د یوې کمیاب فکري او تاریخي خزانې استازیتوب کوي چې په لویدیځه افریقا کې د اتو پېړیو څخه زیات د اسلامي تمدن او فکر مستند کوي.
نوموړي د دې ارزښتنمنو میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې غونډه کې د مالي هېواد د نسخو غوره کول د دې هېواد د خطي نسخو اهمیت څرګندوي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه

‏د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه.
‏د مالیزیا ملي کتابتون مسؤلینو د هرکلي تر. . .

BACK TO NEWS