رسنۍ د ټولنې هنداره ده، بايد په دقت او امانت ‌دارۍ سره پېښې منعکسې کړي

panah_admin
Wed, Jun 18 2025 4:04 PM
...

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو، د رسنيو له مسؤلينو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
د سمنګان مرستیال والي مولوي داد خدا خادم د ناستې پر مهال رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پل وباله او ويې ويل: خبريالان بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طرزالعملونو مطابق کار وکړي او د ټولنې د ستونزو او اړتياوو په انعکاس کې صداقت، بې ‌طرفۍ او مسؤليت ته پام وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروزالدين منيب هم له خبريالانو څخه د ملاتړ ښکاره کولو تر څنګ وويل: رسنۍ د ټولنې هنداره ده، بايد په دقت او امانت ‌دارۍ سره پېښې منعکسې کړي.
د ناستې په ترڅ کې د خبريالانو د مصونيت د کمېټې استازي هم د خبريالانو پر وړاندې ستونزو ته په اشارې سره له ټولو اړخونو د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS