د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د مل پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت مقام معاون مولوي حمیدالله ارشاد او د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي سره ولیدل.
ښاغلي جمال، فاریاب ولایت ته د خپل سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست او فاریاب ولایت مقام ترمنځ د ښې همغږۍ شتون او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اداري چارو ارزونه یاده کړه.
د فاریاب ولایت د مقام معاون د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولایت مقام تر منځ د ښې همغږۍ شتون خوشحالي څرګنده کړه او د دې ریاست د مختلفو کلتوري برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الدین محمدي د دې ریاست د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
د یادونې وړه ده، چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د فاریاب ملي راډیو ټلویزیون او د پروفیسور غلام محمد میمنهګي له کلتوري ټولنې څخه هم لیدنه وکړه.
۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل