د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین ايبک ښار ته سفر وکړ

سه شنبه ( ۱۹ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د يو پلاوي په مشرۍ د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار ته سفر وکړ او هلته يې د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولوي فیروزالدین منیب او د دې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیروزالدین منیب د ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او سمنګان یې د هېواد له تاريخي ولايتونو څخه يو مهم ولايت وباله.
ښاغلي منيب وويل: دغه ولایت ۱۲۹ لرغوني ځایونه، مقدس اماکن او زیارتونه لري چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت دي او ځانګړی ارزښت لري، نوموړي د سمنګان د رسنيو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په دې ولایت کې غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم فعالیت کوي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د دې سفر موخه په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ستونزې او خنډونه څېړل وبلل او ویې ویل: دا سفرونه د وزارت مقام د پلان مطابق د شته خلاوو او نیمګړتیاوو د پېژندلو او کاري ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
نوموړي د نشراتو په ارزښت ټينګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې رسنۍ باید د نظام له پالیسۍ سره سم خپل فعالیتونه پر مخ یوسي، تر څو په اطلاع رسونه کې لازمه همغږي وساتل شي.
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل
۲۰۲۵/۲/۱۸ ز