د کونړ جهادي او کلتوري ارزښتونه دیوې مشاعري په ترڅ کې وستایل شول 

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۳:۴
.....

تېره ورځ د اطلاعاتو کلتور وزارت د کلتور او هنر معين عتیق الله عزیزي د کونړ د اطلاعات کلتور ریاست او ملي راډیو تلویزون له لوري د کونړ د جهادي او کلتوري ارزښتونو د ستایلو په ویاړ جوړه شوې مشاعره کې برخه واخیسته.
په یاده مشاعره کې چې د کونړ یوزیات شمیر شاعرانو لیکوالو، مخورو ،امارتي چارواکو او ځوانانو برخه درلوده، د اطلاعاتو کلتور وزارت د کلتور او هنر معین پرانېستونکې هراړخیزه وینا وکړه، په ټولنه کې یې د شعر ارزښت او د شاعر مکلفیت بیان کړ او زياته يې کړه؛ مونږ د جنګ له مرحلې تېر شوي یو، اوس ددې وخت رارسیدلی چې د هیواد د بیا رغونې او استحکام لپاره د شعر، ترنم او قلم په قوت کار وکړو، حقایق ښکاره کړو، رغنده پیغام وړاندې کړو او هم مسؤلین په خوږه ژبه خپلو نیمګړتیاوو ته ځیرکړو. 
دمشاعرې په لړ کې د بېلابېلو شاعرانو له لوري خواږه ، حماسي ،طنزیه او اصلاحي شعرونه وويل شول اود کونړ د کلتوري اوجهادي ارزښتونو او ښایستونو په باب خوندورې زمزمې وړاندې شوې.
۱۴۴۵/۶/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۶ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS