د کتابخانو د ودانۍ د ښې ساتنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۳:۴۱
د کتابخانو د ودانۍ د ښې ساتنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

 

نن (۱۴۴۵/۱/۲ هـ ق) د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې د شانتي رضاکارې ټولنې له لوري د کتابخانو د لا ښه نظم او د کتابخانو د ودانۍ د ښې ساتنې په موخه یو ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.
 د ورکشاپ یو تن استاد انجینر عنایت الله وایي، د دې ورکشاپ جوړولو څخه موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ په کتابخانو کې د نظم لا ښه والي او د کتابخانو د ودانیو ښې ساتنې او د تخریب مخنیوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د شانتي رضاکاره اداره د ننګرهار ولایت مرکز او ۲۲ ولسولیو کې ۱۷۰ کتابتونونه لري.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي دا شان ورکشاپونه د کتابخانو  لپاره کټور وبلل او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه، چې کوښښ وکړي، د دې ورکشاپ سپارښتنې دې په خپلو کتابخانو کې عملي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیو استازو لپاره درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

سه شنبه(۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ له لوري چې د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۰
Background image

په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د شاه‌جوی ولسوالۍ د شوبار سیمې اوسېدونکو او فرهنګ‌پالو ځوانانو په ګډو همکاریو د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

هرات کې د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کاپي رایټ(لیکوالانو حقونو ساتنې) او د فرهنګي آثارو د غیر قانوني خپرولو د مخنیوي په موخه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب. . .

BACK TO NEWS