د چین او افغانستان لرغون پېژندونکو د لوګر مس عینک کې پيل کړې څېړنې بشپړې کړې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۱:۴۲
د چین او افغانستان لرغون پېژندونکو د لوګر مس عینک کې پيل کړې څېړنې بشپړې کړې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معینیت چارواکي وايي چې د چین او افغانستان لرغونو پېژندونکو د لوګر په مس عینک کان کې د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنې په موخه پېل کړې څیړنې بشپړې کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین وايي چې دغه څېړنې دریو چینايي او دریو افغان لرغون پېژوندونکو د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې بشپړې کړې دي.

د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وایي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته یې له چینايي او افغان لرغون پېژندونکو سره ګډه ناسته کړې او د هغوی د څېړنې مهم نکات یې اورېدلي دي.

په دې کتنه کې د چین مشهور لرغون پوه پروفیسور ژیو شین چین (Zhaoxichen) ویلي  د لوګر په مس عینک کې تاریخی اثار او مس دواړه د ارزښت وړ دي او اړتیا ده چې دواړو ته جدي پاملرنه وشي.

هغه ویلي، چین علاقه لري، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت لرغون پوهانو په ګډون مس عینک کې د خپلو څېړنو لړۍ ته پراختیا ورکړي چې د هر اثر او سیمي تاریخي قدامت او ارزښت روښانه او مستند وګرځي او بیا د هغې طرحې له مخې چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري چمتو شوې چارې ترسره شي او  له علمي څېړنو وروسته د يوه ښه قوي پلان له مخې له تاریخي اثارو څخه ساتنه وشي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین او افغان له لرغون پوهانو څخه مننه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې چې په کمه موده کې یې د لوګر د مس عینک د تاریخی اثارو د ساتلو په برخه کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لرغون پوهانو سره په ګډه پر یو علمي او مسلکي پلان او طرحې کار وکړ.

ښاغلي عزیزي وویل، چې د میس عینک اثار نړیوال مشترکات او ارزښت لري او باید په ساتنه او ترمیم  کې یې ډېره پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به د اطلاعات او فرهنګ وزارت یو شمېر لرغون پوهان د علمي او مسلکي تجربو ترلاسه کولو لپاره چین ته سفر وکړي.

 کابل، د زمري ۳۱ مه، باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS