د چک، سید آباد او دایمیرداد ولسوالیو له قومي مشرانو سره د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه ناسته وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۹
XDRT

دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان ( د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي) په موخه د میدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو او د چک، سید آباد، او دایمیرداد ولسوالیو له قومي مشرانو سره وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر د امیرالمؤمنین حفظه الله هغه فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی بیان کړ او د اسلام له نظره یې د هغې ګټې قومي مشرانو سره شریکې کړې.
دغه راز د اطلاعاتو آمر قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل: زمونږ  ټولنه شریعت سره مخالف او ناوړه رواجونو سخته ځپلې او لوړ ولور ولس له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی، چې باید په کلکه يې مخنيوی وشي.
د یادو ولسوالیو قومي مشرانو د دغو ناوړه رواجونو په له منځه وړلو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په عملي کولو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست  مسؤلینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو ولسوالیو کې به د یاد فرمان مطابق ټول هغه ناوړه رواجونه چې د ولس په زیان او د اسلامي شریعت خلاف دي مخنیوی کوي.

۱۴۴۶/۱۱/۵ ه‍ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS