د چک، سید آباد او دایمیرداد ولسوالیو له قومي مشرانو سره د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه ناسته وشوه
دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان ( د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي) په موخه د میدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو او د چک، سید آباد، او دایمیرداد ولسوالیو له قومي مشرانو سره وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر د امیرالمؤمنین حفظه الله هغه فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی بیان کړ او د اسلام له نظره یې د هغې ګټې قومي مشرانو سره شریکې کړې.
دغه راز د اطلاعاتو آمر قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل: زمونږ ټولنه شریعت سره مخالف او ناوړه رواجونو سخته ځپلې او لوړ ولور ولس له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی، چې باید په کلکه يې مخنيوی وشي.
د یادو ولسوالیو قومي مشرانو د دغو ناوړه رواجونو په له منځه وړلو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په عملي کولو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو ولسوالیو کې به د یاد فرمان مطابق ټول هغه ناوړه رواجونه چې د ولس په زیان او د اسلامي شریعت خلاف دي مخنیوی کوي.
۱۴۴۶/۱۱/۵ ه ق
