د ځوانانو چارو معین لغمان ته د خپل سفر په لړ کې د فراشغان ولسوالۍ له ځوانانو سره ولیدل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۴۳
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په ملتیا د فراشغان ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو سیمو له ځوانانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. 
د فراشغان ولسوالۍ ځایي ځوانانو له ښاغلي معین صاحب څخه مننه وکړه، چې دغې سمیه ته راغلی او د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوري، ځوانانو زیاته کړه، دوی ته د دندو پیدا کولو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې، فکر جوړونې او زده کړو زمینې د برابرولو په برخو کې بېلابېل پروګرامونه جوړ شي. 
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد وویل: د هېواد په کچه د ځوانانو لپاره بېلابېل ګټور پروګرامونه پیل شوي دي او ډېر زر به د فراشغان ولسوالۍ ځوانان هم ورڅخه برخمن شي او د دې سیمې د ځوانانو ستونزو او وړاندیزونو ته به رسېدنه وشي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، اسلامي امارت د اسلامي شریعت پلي کولو ته ژمن دی، یو شمېر هغه خلک چې د نظام په کړنو نیوکې لري، هغوی د نظام له پاليسیو او کړنو څخه خبر نه دي، اسلامي امارت ریښتینی اسلامي نظام پلي کوي او د راشیدینو خلیفه‌ګانو په قدمونو روان دی.
دغه راز د فراشغان ولسوال مولوي عبدالمومن منقعد د ځوانانو چارو له معین څخه مننه وکړه، چې دغې لرې پرتې ولسوالۍ ته راغلی او د ځوانانو ستونزې له نږدې اوري، فراشغان یوه لرې پرته ولسوالي ده، دا چې اوس مهال مشران دې سیمې ته راځي او د ولسونو ستونزې اوري د ویاړ او افتخار ځای دی.
۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون. . .

BACK TO NEWS