د ځوانانو چارو معين د يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۳
....


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.
د ځوانانو چارو معين وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د هېواد په کچه د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي، په همدې خاطر موږ خپله طرحه عاليقدر اميرالمؤمنين حفظ الله ته وړاندې کړې ده، د هغوی له لوري موږ ته پوره اطمينان او ډاډ راکړل شوی، چې د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره به له ټولو ممکنه امکاناتو څخه کار واخيستل شي، څو مو د هېواد ځوانان په تعليمي او تحصيلي ډګر کې د سيمې په کچه داسې وروزل شي، چې پرمټ يې زموږ وران ويجاړ هېواد ودان او د خلکو د ژوندانه د سطحې د لوړوالي سبب وګرځي.
نوموړي همدا راز وويل: زموږ د هېواد ځوانان بايد د غربيانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږي، د هېواد څخه د فرار پرځای بايد په خپل کور کې په نيمه ډوډۍ اکتفا وکړي او د نيمې ډوډۍ په قيمت دې خپل تعليم او تحصيل مخته يوسي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، چې د ماليې وزارت ته مو د افغانستان په بودجه کې، د ځوانانو لپاره د يو ځانګړي سهم غوښتنه کړې ده، د دغه بودجې په منظوریدو سره به د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې ښه امکانات برابر او هغه تشې، چې اوس شته ډکې او د ځوانان ستونزې به پرې کمې شي.
د کنفرانس په پای کې ښاغلي راشد د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل، د هېواد په کچه يې د ۸۰۰ ځوانو رهبرانو د روزنې پروګرام په لاره اچولی، چې له روزنې وروسته به ياد رهبران په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې د خپلو شوراګانو له لارې د حکومت استازيتوب کوي.

 ۱۴۴۴/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

د رسنیو د مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د دې ولایت د محلي رسنیو د مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

په ياده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د خوندیتوب کمیټې مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۳:۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خبريالانو او د رسنيو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبیب الله مجاهد د خبريالانو سره د همغږۍ په غونډه کې د دلوې ۲۶ چې په افغانستان کې د روسانو د ماتې له ورځې سره برابره ده بحث وشو.
ښاغلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۲:۲۱
Background image

د بامیان د باستاني ښار غلغلې څخه لیدنه وشوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بامیان د یوې پېژندل شوې لرغونې سیمې (غلغلې) ښار  له وضعیت څخه لیدنه او نظارت وکړ.  
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی. . .

BACK TO NEWS