د ځوانانو چارو معين د اندخوی ولسوالۍ له ښوونيز مرکز څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۹:۲۸
kjh

د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د فاریاب ولايت په اندخوی ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو ښوونيز مرکز څخه چې د اکټید دفتر په ملاتړ فعالیت کوي لیدنه وکړه.
له دې ليدنې څخه موخه د ښوونيز مرکز د ستونزو او فرصتونو ارزونه او د ځوانانو لپاره د خدمتونو د کیفیت د ښه‌والي لپاره پلان جوړول وو.
د لیدنې په ترڅ کې د ښوونيز مرکز مسؤلینو د زده‌ کړو د بهیر او د هغو مهارتونو د ‌زده‌ کړې په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د ځوانانو د فردي او ټولنیزې ودې لپاره دلته تدريس کېږي.
د ځوانانو چارو معين مولوي محمد یونس راشد د ښوونيز مرکز له فعالیتونو څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ټینګار يې وکړ، چې د ځوانانو د مهارتونو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د چمتووالي لپاره باید مسلکي او تخصصي زده‌ کړو ته ډېر پام وشي.
نوموړي د زده‌ کړیزو او کلتوري فرصتونو د زیاتوالي اړتیا ته هم اشاره وکړه او د ځوانانو د علمي ظرفيت لوړونې په برخه کې يې د یاد ښوونيز مرکز له مسؤلینو څخه مننه وکړه.

۱۴۴۶/۵/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۶ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

جغتو ولسوالۍ کې پخوانۍ ډبرينې کتيبې موندل شوي دي

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي د جغتو ولسوالۍ اړوند د کمال باباخیلو سپیرګین کلي کې له هغو ډبرینو کتیبو څخه لیدنه وکړه، چې د دې ځای یوتن اوسیدونکي له لوري پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له یو شمېر لوحو څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمېسيون د څارنې په لړ کې دا ځل د کابل ښار شپږمې ناحیې (علاؤالدین څلور لارې) اړوند لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۳
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

BACK TO NEWS