د پروان له توپدرې سټوپې څخه یو بهرني سیلاني لیدنه وکړه
سه شنبه( ۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) یو مالیزیایي سيلاني په پروان ولايت کې د توپدرې له سټوپې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر مولوي نورالرحمن رحماني د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د توپدرې سټوپه يو له تاريخي آبداتو څخه ده، چې د ډېری بهرني سیلانیانو پام یې ځانته راړولی دی، او شاوخوا ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري.
ماليزيايي سيلاني ښاغلي نوسامي ( nosamee) پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تاريخي او لرغونو سیمو څخه ليدنه یاده کړه او زیاته یې کړه؛ چې افغانستان اوس د یوې آرامه او ډاډمنې فضا څخه برخمن دی او تر بل هر وخت اوس ډېر د سیلانیانو ورتګ لپاره مساعد دی.
ښاغلي نوسامي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي.