د کتابونو ارزونې کميسيون نوبتي غونډه ترسره شوه
دوشنبه ( ۲۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نشراتو معينيت کې د ياد معينيت د وارسي کوونکي مولوي ضياء الحق حقمل په مشرۍ د کتابونو ارزونې کميسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
د کتابونو د اروزنې کميسيون غونډه د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د نشراتو معينيت وارسي کوونکي او د ياد کميسيون مشر مولوي ضياء الحق حقمل د کميسيون د ترسره کړيو کارونو په اړه وينا وکړه، همدا راز د کميسيون د منشي له لوري د تېرې غونډې راپور وړاندې کړل شو.
د غونډې په ترڅ کې د راوړل شوو کتابونو ارزونه ترسره شوه، هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه و، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د غونډې په پای کې ځينې کتابونه چې د ارزونې په موخه د کتابونو د ارزونې کميسيون ته سپارل شوي و، د مطالعې په موخه د کميسيون د غړو ترمنځ وويشل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړل شي.
۲۰۲۴/۴/۲۹ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۰ هــ ل