د هنر او فرهنګ معين د بهزاد مارکیټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
دوشنبه ( ۱۹ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزی د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجینر حسیب نسیمي په ملتیا د کابل ښار په زړه کې د بهزاد نندارتون او د وچو میوو د تازه جوړیدونکي مارکیټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
مولوي عتیق الله عزیزی وویل: د بهزاد نندارتون یا فرهنګي خونه نه یوازې تاریخي ارزښت لري، بلکې د ملي هویت او هنري میراثونو د پېژندلو لپاره یو مهم مرکز بلل کېږي، چې یاده سیمه له تیرو نږدې دریو لسیزو راهیسي یوه مخروبه او د کثافاتو د تجمع ساحه ګرځیدلې وه.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هلو ځلو او د ملي پانګه والو په مرسته نه دا چې بهزاد نندارتون په معیاری او لرغوني سبک ودان او ورغول شو، بلکې د مناسب حریم نظر کې ساتلو سره ګرد چاپیر یې د هیواد د وچو میوو لپاره تجارتي مرکز هم اباد او د بهزاد نندارتون اهمیت او ښکلا یې څو برابره زیاته کړې ده.
د وچو میوو یو تن پانګوال ښاغلي یوسفزي وویل: د بهزاد نندارتون په شاوخوا کې جوړ شوي تجارتي مرکز کې د وچو میوو په نندارتون او خرڅلاو سربیره د وچو میوو د پروسس او صادراتو لپاره ځانګړی پلانونه او تدابیر هم په پام کې نیول شوي، چې له دې لارې به داخلي بازار غني شي او بهرنیو هیوادونو ته به د افغانستان د وچو میوو صادرات هم زیات شي.
۱۴۰۴/۳/۲۶ هـ ل
