د هنر او فرهنګ معين د بهزاد مارکیټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

panah_admin
Mon, Jun 16 2025 2:46 PM
...

دوشنبه ( ۱۹ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق ‌الله عزیزی د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجینر حسیب نسیمي په ملتیا د کابل ښار په زړه کې د بهزاد نندارتون او د وچو میوو د تازه جوړیدونکي مارکیټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
مولوي عتیق ‌الله عزیزی وویل: د بهزاد نندارتون یا فرهنګي خونه نه یوازې تاریخي ارزښت لري، بلکې د ملي هویت او هنري میراثونو د پېژندلو لپاره یو مهم مرکز بلل کېږي، چې یاده سیمه له تیرو نږدې دریو لسیزو راهیسي یوه مخروبه او د کثافاتو د تجمع ساحه ګرځیدلې وه.
 ښاغلي عزیزي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هلو ځلو او د ملي پانګه والو په مرسته نه دا چې بهزاد نندارتون په معیاری او لرغوني سبک ودان او ورغول شو، بلکې د مناسب حریم نظر کې ساتلو سره ګرد چاپیر یې د هیواد د وچو میوو لپاره تجارتي مرکز هم اباد او د بهزاد نندارتون اهمیت او ښکلا یې څو برابره زیاته کړې ده. 
د وچو میوو یو تن پانګوال ښاغلي یوسفزي وویل: د بهزاد نندارتون په شاوخوا کې جوړ شوي تجارتي مرکز کې د وچو میوو په نندارتون او خرڅلاو سربیره د وچو میوو د پروسس او صادراتو لپاره ځانګړی پلانونه او تدابیر هم په پام کې نیول شوي، چې له دې لارې به داخلي بازار غني شي او بهرنیو هیوادونو ته به د افغانستان د وچو میوو صادرات هم زیات شي.

۱۴۰۴/۳/۲۶ هـ ل

تازه ترین اخبار

Mon, May 11 2026 3:37 PM
Background image

Representatives of the ALIPH Foundation Pledge to Launch and Continue Numerous Cultural Projects

Mawlawi Atiqullah Azizi, the deputy minister for Art and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with representatives of the ALIPH Foundation: Carlos Eduardo and. . .

Mon, May 11 2026 1:56 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Evaluation Commission Held

On Monday, 24 Dhul-Qa’dah 1447 AH, the regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs was held. . .

Sun, May 10 2026 4:07 PM
Background image

The Minister of Information and Culture Meets with the Human Rights Representative from the UNAMA Office

The Minister of Information and Culture, Sheikh Sher Ahmad Haqqani, held a meeting with Ms. Fiona Frazer, the Human Rights Representative of the United Nations Assistance Mission in. . .

BACK TO NEWS