د هلمند له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۳۷
تبتق

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په پنځمه دوره کې د عربي ژبې تر شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۲ تنه ځوانان فارغ شول.

د ځوانانو چارو آمر د هلمند وړیا ښوونیز مرکز له استاذانو څخه مننه وکړه، چې د هېواد بچیانو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، ترڅو د هېواد راتلونکی نسل ښه وروزي.

نوموړي وویل: په یاد ښوونیز مرکز کې يې زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده، چې دا دی نن مو د عربي ژبې له ۵۲ زده کوونکو څخه تر شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته نهايي ازموينه واخېسته.

د یاد ښوونیز مرکز زده کوونکو د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو روزلو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله د هلمند له وړيا ښوونيز مرکز څخه شاوخوا زر تنه زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې تر زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

 

۱۴۴۶/۹/۲۰ ق

۱۴۰۳/۱۲/۳۰ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS