د هرات په اختیارالدین کلا کې د خطاطۍ او خوشنویسۍ دایمي نندارتون پرانېستل شو

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په وينا؛ دا نندارتون د اسلامي خطوطو د ارزښت او مقام د ساتنې په موخه جوړ شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر مولوي حمیدالله غیاثي ویلي: د خطاطۍ د هنر د ژوندي ساتلو او پراختیا لپاره هڅې دوام لري، د اختیارالدین کلا په څېر تاریخي او سیاحتي ځای کې د دې نندارتون جوړېدل کولای شي، د هرات د خطاطۍ هنر نړیوالو ته وروپېژني.
د هرات د خطاطانو ټولنې مسؤلین وایي: په دې نندارتون کې د خطاطۍ څلوېښت ښکلي آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د تیموري عصر په دوران کې خطاطي او خوشنویسي د هرات د هنري مکتب د سمبول په توګه پېژندل کېده.
۱۴۴۶/۹/۱ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۱ ل