د هرات د تاریخي څلو د ترمیمولو په پرخه کې د ترکیې د همکاریو پر دوام ټينګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او په دغه ولایت کې د ترکیې قونسل د مولانا عبدالرحمن جامي مقبرې د رغولو کار وکوت.
د تاریخي آبداتو آمر زلمی صفا وايي، د مولانا عبدالرحمن جامي د مقبرې او د انګړ د یوال د رغولو کار چې د ترکیې له لوري ترسره کېږي اتیا سلنه پرمخ تللی او تر راتلوونکو ۴ میاشتو پورې بشپړېږي.
په هرات کې د ترکیې سرقونسل سنان ایلخان وايي په هرات کې د ترکیې فرهنګي کارونه دوام لري او دغه فرهنګي کارونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت سبب کېږي.
په همدې حال کې د هرات د ټيکا دفتر رییس عرفات دینیز وايي، ترکیه تل په افغانستان کې په فرهنګي او ټولنیزو کارونو کې ونډه اخلي.
په همدې حال کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني د تاریخ په اوږدو کې د ترکیې د خلکو سرښندنې وستایلې او وېې ویل چې ترکیه له افغانستان سره دوستانه او تاریخي اړیکې لري.
کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر