د نجراب ولسوالۍ ادبي او هنري ټولنې فعالیت پیل کړ

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ ادبي او هنري ټولنې د يوې غونډې په ترڅ کې رسمي فعالیت پيل کړ.
دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق، د نجراب ولسوالۍ مرستیال مولوي مقدس احمدي، د کلتور او ګرځندوی آمر، علمي او فرهنګي شخصیتونو او د ټولنې غړو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: نجراب ولسوالۍ تل د سترو علمي او فرهنګي شخصیتونو د روزنې مرکز پاتې شوی، دا سیمه د علم، عرفان، شعر او حکمت لرغونی ټاټوبی ګڼل کېږي.
نوموړي د یادې ټولنې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د هنر او ادب د ودې لپاره یې دا فرهنګي مرکز جوړ کړی دی.
د نجراب ولسوالۍ مرستیال د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې او ویې ویل: دا ولسوالۍ مجرب علمي او فرهنګي شخصیتونه لري، چې د دې ټولنې له لارې به لا زیاته وده ومومي.
همداراز د نجراب د شاعرانو او لیکوالانو ټولنې مرستیال مولوي عبدالمتین حنفي حقاني د شعر په اسلامي ارزښت، د منظومو کلامونو پیغامونو او په ټولنه یې د اغېزو په اړه مفصل بحث وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې شاعرانو او لیکوالانو خپل شعرونه د غونډې ګډونوالو ته واورول.
۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل