د نامتو ترکمن شاعر مختوم قلي فراغي (۳۰۲) کلیزه ونمانځل شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۰
...

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د افغانستان د ترکمنانو فرهنګي ټولنې له لوري نامتو ستر ترکمن شاعر او مفکر مختوم قلي فراغي د درې سوه دویمې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه شوه، چې په دې غونډه کې فرهنګي شخصیتونو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
د افغانستان د ترکمنانو فرهنګي ټولنې مسوول د دغې غونډې د جوړېدو موخه د مختوم قلي فراغي د شخصیت، اثارو او افکارو لا زیات پېژندل وبلل او ویې ویل: دا ستر شاعر یوازې د ترکمنانو لپاره نه، بلکې د سیمې د ټولو ملتونو لپاره د یووالي، همغږۍ او ورورولۍ نښه ګڼل کېږي.
ورته مهال د هرات یو شمېر فرهنګپالانو او شاعرانو د دا ډول پروګرامونو جوړول د علمي، فرهنګي او ادبي شخصیتونو د معرفي کولو په برخه کې مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل باید د دغو اغیزمنو څېرو له افکارو او اثارو سره لا ډېر بلد شي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د نوموړي نامتو شاعر د مقام یادونې ترڅنګ وویل: مختوم قلي فراغي د اتلسمې میلادي پېړۍ د نامتو ترکمني شاعرانو څخه و، چې خپلو ارزښتمنو اثارو سره یې د فرهنګي هویت، ټولنیز یووالي او د خلکو د همغږۍ، په ځانګړي ډول د ترکمن توکمونو، په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
د یادونې وړ ده، چې مختوم قلي فراغي د ترکمني کلاسیکې ژبې مخکښو شاعرانو څخه شمېرل کېږي، چې د نوموړي شعرونه تر اوسه د نړۍ بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوي او د سیمې د ملتونو ترمنځ ځانګړی مقام لري.

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۲۰:۱۳
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو او قلموالو مبارزینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې د ۲۵۰ تنو خبریالانو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د نامتو ترکمن شاعر مختوم قلي فراغي (۳۰۲) کلیزه ونمانځل شوه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د افغانستان د ترکمنانو فرهنګي ټولنې له لوري نامتو ستر ترکمن شاعر او مفکر مختوم قلي فراغي د درې سوه دویمې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه شوه، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۴
Background image

مولانا درې تفریحي سیمه کې ادبي ناسته ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو، د لوګر ولایتي ادارې او د څرخ ولسوالۍ د مسؤلینو، قومي مشرانو، ځوانانو، ادبیانو او. . .

BACK TO NEWS