د میدان وردګو ولایت څخه یو شمېر جهادي آثار راټول شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۱۵
...

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ څخه د جهادي آثارو د راټولولو لړۍ په دوام، د جهادي آثارو د سپارلو ټیم د مجاهدینو په هڅو او همکارۍ یو شمېر تاریخي او جهادي آثار راټول کړل، ترڅو د خوندي ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د ورپېژندلو په موخه په جهادي موزیم کې ځای پرځای شي.
په راټولو شویو آثارو کې د شهید قاري عبدالبصیر د شخصي وسایلو او پاتې شویو یادګاري توکو ترڅنګ، هغه پوځي تجهیزات هم شامل دي، چې د مجاهد شاه محمد ترابي له لوري د اشغالګرو پر وړاندې په مخامخ جګړه کې ترلاسه شوي وو، همدارنګه، د شهید حضرت محمد ترابي یو شمېر شخصي توکي هم د هغه د زوی شاه محمد ترابي له لوري د جهادي آثارو د سپارلو ټیم ته وسپارل شول.
یاد آثار د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري په رسمي ډول جهادي موزیم ته د ثبت او خوندي ساتنې په موخه وسپارل شول.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکاریو او اړیکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د میدان وردګو ولایت څخه یو شمېر جهادي آثار راټول شول

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ څخه د جهادي آثارو د راټولولو لړۍ په دوام، د جهادي آثارو د سپارلو ټیم د مجاهدینو په هڅو او همکارۍ یو شمېر تاریخي او جهادي آثار راټول کړل، ترڅو د خوندي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۳
Background image

المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله. . .

BACK TO NEWS