د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
Mon, Nov 09 2026 12:27 PM
...

دوشنبه (د ۱۴۴۸ د جمادی الاول ‌۲۸مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او د ۹۷ بېلابېل عنوانونو درلودنکي او ۲۰۹ جلده صادره او وارده کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۱۷ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي او همدارنګه د ناستې په پای کې د لیکوالانو د ستایلو او د کمېسیون اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله او اړینې پریکړې هم ونیول شوې.
۱۴۰۵/۸/۱۸ هـ ش