د محمد یوسف خان (ډیلیپ کومار) د مړیني په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواخوږۍ پیغام
نن ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو د بالیووډ د مشهور افغان الاصله هندوستاني فلمي لوبغاړي محمد یوسف خان (ډیلیپ کومار) د مړیني خبر خپور کړی دی.
ارواښاد کومار په څه باندي شپېتو فلمونو کي په لوبېدلو او لارښود پاته کېدلو، ځانګړي هنري استعداد، هڅو او نوښتونو د بالیووډ په کچه تر ټولو زیات فلمي امتیازات خپل کړي وو. په فلمي نړۍ کي د خپلي ځانګړې وړتیا له مخي، د تراژیدۍ پاچا بلل شوی او له خپل قومي شالید سره سم، په بالیووډ کي لومړی خان نومول شوی دی.
د ارواښاد یوسف خان هنر په افغانستان کي ګڼ مینه وال لري او د افغانستان د جلالتمآب جمهوررييس د وینا له مخي؛ “افغانستان او هندوستان تر یو مېلیون زیات مشترکات لري”، چي یو یې هم یوسف خان او د ارواښاد خان هنر ګڼل کېدلای شي.
د نوموړي مړینه د هنر نړۍ، په ځانګړي ډول بالیووډ، د ارواښاد کورنۍ او علاقمندانو ته لویه ضایعه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې مناسبت ټولو ته د خواخوږۍ او درناوي مراتب وړاندې کوي.
کابل/ د چنګاښ ۱۶ مه/ باختر