د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون نوبتي ناسته جوړه شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند د ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفیالله رائد په سرپرستۍ د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون نوبتي ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې او د ولایتي کمېټو د اجرآتو راپور وړاندې کړ، چې فعالیتونه او لاسته راوړنې يې مثبتې وارزول شوې.
په دې ناسته کې د یو شمېر کسب کارانو لخوا د لوحو د منځپانګې په اړه د وړاندې شویو غوښتنو پر بنسټ ۴۷ بهرني اصطلاحات او کلمې وڅېړل شوې او پرې بحث وشو، همداراز د ۱۶۸ لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو لپاره په ملي ژبو بدیلونه وموندل شول.
د ناستې په پای کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس او د ساحوي کمېټې مسؤل قاري ولي ګل جواد د ولایتي سفرونو او د ساحوي برنامو د ښه والي په اړه لازم وړاندیزونه وکړل او د راتلونکي عملي کار لپاره (تایمني څلورمه ناحیه) د کار ساحه وټاکل شوه.
۱۴۴۷/۲/۵ هـ ق
