د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کسبګرو او هټۍ والو د خونو له مسؤلينو سره د همکارۍ او همږغۍ غونډه وکړه
یکشنبه ( ۲۴ د ربيع الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار د ناحيو د کسبګرو او هټۍ والو د خونو له مسؤلينو سره د همکارۍ او همږغۍ غونډه وکړه.
یاده غونډه چې په چهلستون بڼ کې جوړه شوې وه، پکښې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اطلاعاتي اژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضیاء الحق حقمل، د کابل ښاروالۍ کلتوري رئيس قاري ولي ګل جواد، د مختلفو صنفي اتحاديو مسؤلينو، د کابل د کسبګرو خونې عمومي رئيس حاجي سخي، د رسنيو استازو او هټيوالو ګډون کړی وو.
غونډه د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضیاء الحق حقمل غونډې ته په خپله وينا کې وويل: د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت په مشرۍ د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون د افغاني اصلي کلتور، ملي او محلي ژبو د ژوندي ساتلو او ودې او پراختيا په موخه فعاليت کوي، د کمېسیون د ایجاد څخه تر دې مهاله (۶۱۸۸) ستونزو ته رسيدګي شوې او په ملي ژبو شاوخوا (۲۰۰) بديلې کلمې پيدا شوې دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څنګ د ټولو افغانانو او صنفي اتحاديو مسؤليت دی، چې د خپل اصلي کلتور او ژبو په ژوندي ساتلو کې خپل رسالت ادا کړي، په یاده برخه کې د عامه پوهاوي ترسره کولو کې رسنۍ مهم رول لري، تر دې دمه رسنۍ هم همکاري کوي، هيله ده چې خپله همکاري نوره هم پراخه کړي.
ښاغلي حقمل زياته کړه؛ د اسلامي امارت په حاکميت سره لومړی په مرکز او ورپسې په ولايتونو کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کميټې جوړې شوې، چې تر دې مهاله د ولايتونو د مرکزونو ترڅنګ په ولسواليو کې هم ښې لاسته راوړنې لري، په ټوله کې د ياد کمېسيون فعاليتونه مثبت ارزولی شو ،په ټول هيواد کې په لوحو او اعلاناتي تابلوګانو کې ډير اصلاحات رامنځته شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي غونډې ته د وينا پرمهال له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د یاد کمېسيون د جوړولو له امله مننه وکړه او ويې ويل: د افغانستان مقدسه خاوره زرګونه کاله لرغونی کلتور لري، چې اړوندې ادارې د دې کلتور د ژوندي ساتلو او ودې او پراختیا مسؤليت لري، افغانستان کثیرالقومي هيواد دی، چې پښتو او دري يې ملي او رسمي ژبې دي، باید دلته هر څه په ملي، رسمي او محلي ژبو ترسره شي، ښاغلي ستانکزي د غونډې ګډونوالو ته په ياده برخه کې ګټورې سپارښتنې هم وکړې.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ کلتوري رئيس قاري ولي ګل جواد او د کابل د کسبګرو خونې عمومي رئيس حاجي سخي هم په خپل نوبت سره خبرې وکړې او خپل نظريات يې د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل، د کسبګرو خونې عمومي رئيس د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۳/۸/۶ هـ ل
۲۰۲۴/۱۰/۲۷ میلادي