د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين له ملي ارشیف او ترنم او ترانو رياستونو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۱:۲۹
ppp

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال او د بشري سرچينو رئيس مولوي نقیب الله نعمان او د وزارت مقام وياند قاري خبیب غفران د ملي ارشيف او ترنم او ترانو رياستونو له چارو څخه ليدنه وکړه.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي مولوي جمال له ملي ارشيف څخه د ليدنې په ترڅ کې د ارشيف کارکوونکو ته د آثارو د ښې ساتنې په موخه سپارښتنې وکړې، د ليدنې پر مهال د ملي ارشیف رئيس قاري عبیدالله حنیف او د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر د يادو رياستونو د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه ښاغلي معين صیب ته معلومات ورکړل.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په نوبتي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو څخه د کارونو د بهتروالي، همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو په موخه ليدنې ترسره کوي.

۱۴۴۶/۴/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS