د لرغون پوهنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه 

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۲۳:۵۹
njkl

يکشنبه( ۱۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې کمېټې د هنر او کلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې لومړی د کندهار په مرکز کې د سرې میاشتې  ټولنې د ملکیت اړوند تاریخي ودانۍ په بېلابېلو اړخونو  بحث وشو او د لرغون پېژندنې، تاریخي ابداتو او د ښار او کور جوړونې وزارت د لرغونو ښارونو د ریاست مشترکې ترسره شوې ارزونې او مدارک مجلس ته وړاندې شول او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې په مشخصو مواردو غور وشو.
همدارنګه په ناسته کې د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د لاس په لاس بابا زیارت او ورسره موجودې تاریخي ابدې تر څنګ د مخابراتي شبکو لخوا د جوړو شويو تاسیساتو او نصب شوو پایو د  زیانونو د مخنیوي په اړه هم خبرې وشوې او مربوطه مرجع ته لازمې سپارښتنې وشوې. 
 همدا راز ناستې ته د لرغون پيژندنې د رئیس له لوري د ګردیز بالاحصار د وضعیت په اړه چې نوموړي په لنډو ورځو کې ترې لیدنه کړې وه، معلومات وړاندې شول، په ځانګړي ډول د بالاحصار په داخل کې د یو لړ ودانیزو چارو د پیل په اړه چې جوړول یې د ګردیز بالاحصار تاریخي قدامت تر پوښتنې لاندي راولي، مفصلې خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې یاده موضوع به له اړوندو ادارو سره له نېږدې شریک شي. 
تر څنګ يې د هرات جامع مسجد او د مزار شریف د روضې مبارکې د شاوخوا برخو د تاریخي اصالت او نما د ساتنې په پار هم رغنده خبرې وشوې.

۱۴۰۳/۱۲/۲۶ ل
۲۰۲۵/۳/۱۶ ز

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۲۳:۵۹
Background image

د لرغون پوهنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه 

يکشنبه( ۱۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې کمېټې د هنر او کلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې لومړی د کندهار په مرکز کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

صدها جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه هلمند اهداء شد

ریاست عمومی کتاب‌خانه‌های عامه وزارت اطلاعات و فرهنگ ۶۴۲ جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند اهداء کرد.
آمر گرځندوی و فرهنگ ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت بیان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

د اطلاعات او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۶۴۲ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل شول.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل:. . .

BACK TO NEWS