د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس له تاريخي آبدو څخه ليدنه وکړه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۵:۲۲
..

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی زعيم د سنګ بار تاريخي کلا څخه د ليدنې په ترڅ کې د دې آبدې د وضعيت ارزونه وکړه او د يادې تاريخي آبدې په ساتنه يې ټينګار وکړ.
نوموړي د تاريخي آبدو ساتنه د ټولو ولسونو مسؤليت وبللو او ويې ويل: تاريخي آبدې او ځايونه د افغانستان د هويت ښکارندوی دي او هر افغان يې په ساتنه مکلف دی.
ښاغلي زعيم د سنګ بار تاريخي کلا ته د بارانونو، طوفانونو او سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو د څېړلو پرمهال د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي اثارو د ساتنې مسؤل ته لارښوونه وکړه، چې د ساتنې لپاره يې لازم تدابير ونيسي.
نوموړي دغه راز له بېلابېلو بنسټونو او مؤسسو څخه چې د تاريخي او لرغونو آبداتو د بيارغونې په برخه کې د مرستې وړتيا لري، وغوښتل چې د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره د تاريخي آبداتو د رغولو په برخه کې همکاري وکړي.

۱۴۴۶/۴/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۱ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS