د عامه کتابتونونو رئیس ننګرهار کې له یو شمېر کتابتونونو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر او ورسره مل پلاوي د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ماشومانو کتابتون، عامه کتابتون او یو شمېر نورو کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د کتابتونونو د رئیس حافظ نعمت الله منتظر د ځوانانو چارو آمر قاري محمد اصف زهير، د عامه کتابتون مدیر ضیاءالدین همت مل او د شانتي رضاکارې ټولنې مسوولینو په شتون کې تر سره شوه.
حافظ منتظر د کتابتونو د وضعيت په لیدو خوښي وښوده او مننه يې وکړه چې ځوانان کتابتونونو ته د مطالعې لپاره راځي او د کتابتون او مطالعې په عامولو او غني کولو کې له دوی سره همکاري کوي.
نوموړي ژمنه وکړه چې د کتابتونونو د نیمګړو چارو د پوره کولو هڅې به کوي.
همدارنګه د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير د کتابتونونو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار ټولو کتابتونونو لپاره به د مطالعې د ودې په برخه کې زمینه مساعدوي.
د کتابتونونو د مسوولینو په استازیتوب د ننګرهار عامه کتابتون مدیر ضیاءالدین همت مل د ننګرهار د با احساسه ځوانانو څخه مننه وکړه او خوښې يې څرګنده کړه، چې ځوانان د کتابتون او مطالعې په عامولو او غني کولو کې له دوی سره همکار دي او ژمنه يې وکړه، چې راتلونکي کې به د کتابتون د لا غني کولو لپاره بېلابېل کتابونه را ټولوي، څو کتابتون لا غني شي.
۱۴۴۶/۴/۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۸ هـ ل