د عامه کتابتونونو رئيس کاپيسا ولايت ته سفر وکړ

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۸
…

پنج‌شنبه (۳۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رئيس قاري عبیدالله حنیف د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر نصرت الله نصرت او د عامه کتابتون د مدير نظير احمد هاشمي په ملتيا د مرکز محمود راقي او  ولسواليو له عامه کتابتونونو څخه ليدنه وکړه.

د کاپيسا ولايت د عامه کتابتون مدير نظير احمد هاشمي د کتابتونونو د عمومي وضعيت په اړه معلومات شريک کړل او د مرکز او ولسواليو د عامه کتابتونونو د ستونزو يادونه يې وکړه.

د عامه کتابتونونو رئيس قاري عبیدالله حنیف وعده وکړه، چې د کاپيسا ولايت د ټولو عامه کتابتونونو ستونزو ته به د حل لار پيدا کوي.

۱۴۰۳/۲/۲۰ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۹ میلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS