د سیاحتي شرکتونو مسؤلينو د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معين سره د ستونزو شريکولو په موخه وکتل

دوشنبه (۱۴ د ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معين مولوي قدرت الله جمال سره د يو شمېر سياحتي شرکتونو مسؤلينو د ستونزو شريکولو په موخه ناسته وکړه.
د ناستې په پيل کې د سياحتي شرکتونو مسؤلينو خپلې ستونزې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معين سره شريکې کړې، چې د نوموړي له لوري يې د اسلامي امارت له پاليسۍ سره سم د حل کولو ډاډ ورکړل شو.
همدا راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي جمال د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره د یاد معينيت د پلانونو شريکولو تر څنګ وويل: سیاحتي شرکتونو ته د جوازونو د وېش په لړۍ کې ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نيول شوي دي، دا برخه يو لوی سوداګريز او خدماتي سکتور دی، د ګرځندوی معينيت په پام کې لري، چې سیلانيانو ته په تفريحي ځايونو کې هوټلونه او نور لازم سهولتونه رامنځته کړي، تر څو هېواد ته د بهرنيو سیلانيانو د جذب لړۍ پراخه شي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.
ښاغلي جمال زياته کړه؛ د ګرځندوی معينيت هڅه کوي، چې ټول سياحتي شرکتونه تر يوه واحد چتر لاندې راټول کړي، تر څو د معينيت او يادو شرکتونو ترمنځ ښه همږغي رامنځته شي او ستونزو ته پر وخت رسيده ګي وشي.
ناسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسې ده.