د سمنګان له محلي رسنیو څخه څارنه او لیدنه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۵۰
asdf

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولینو د دې ولایت له محلي رسنیو څخه د چارو د لا ښه والي په موخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اطلاعاتو آمر اسدالله عطايي د سمنګان د رسنیو فعالیتونه وستایل او ویې ویل: رسنۍ د ولس د سترګو او ژبې په حيث دي، چې حقایق تر خلکو رسوي، نوموړي زیاته کړه؛ د دې لیدنې موخه د رسنیو ملاتړ او د هغوی د ستونزو ارزونه وه، ترڅو وکولای شي د ا.ا.ا د پالیسیو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د خصوصي رسنیو د مسؤولینو په استازولۍ عبدالبصیر ظاهري او احمد جاوید افغان د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا مسؤلانه اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې خپرونې به د نوو موضوعاتو او ملي لومړیتوبونو ته په ځانګړې پاملرنې پراخې کړي.
دا ډول ليدنې چې د مسؤلينو له لوري د رسنیو د ملاتړ او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه ښیي،  په لوړه کچه د رسنیزو ستونزو د حل او د لا زیات انسجام لپاره مثبته فضاء رامنځته کوي.

۱۴۴۶/۷/۲۱ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS